سیاست

پاکستان ته د جمهوررئیس حامد کرزي سفر د دغه هیواد د صدراعظم په غوښتنه یوه ورځ نور هم وغزید

کابل باختر دوږي دمياشتي ٤ :
پاکستان ته جمهوررئیس حامدکرزي او ملګری پلاوي یو ورځنی رسمي سفر د دغه هیواد د صدراعظم په غوښتنه د مذاکراتو د دوام لپاره یوه ورځ نور هم وغزیدلو.
جمهوررئیس حامدکرزي، نن د پاکستان له صدراعظم میا نواز شریف سره د دغه هیواد د صدارت په ماڼی کی وکتل.
دجمهوررييس دويندوى  مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته  خبر ورکړ :
په دې کتنه کی دواړو لورو د سولی د بهیر، له تروریزم، افراطیت او ګډو امنیتي ګواښونو سره د جدي مبارزی او د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په باب خبری وکړی.
د دواړو مشرانو او د دواړو هیوادونو د لوړ رتبه هیات  ترمنځ له کتنی او خبرو اترو وروسته حامدکرزي او میانواز شریف  په یوه ګډه خبري ناسته کی ګډون وکړ.
د هیواد جمهوررئیس په دی خبري ناسته کی د پاکستان له صدراعظم څخه مننه وکړه چی ده ته یی بلنه ورکړه ترڅو دغه هیواد ته سفر وکړي.
حامدکرزي زیاته کړه: افغانان د پاکستان له نوي حکومت  څخه تمه  لري  چی د افغانستان د سولی په پروسه کی تسهیل رامنځته او د سولی د عالي شورا او د طالبانو  ترمنځ د مذاکراتو زمینه برابره کړي.
ده وویل موږ په خپلو نننیو مذاکراتوکی د خپلو ګډو امنیتي ګواښونو او د هغو پر وړاندی د جدي تدبیرونو د نیولو او د سولی په اړه د افغانانو د هیلی په باب له یوبل سره خبری وکړی.
حامدکرزي وویل زه دا ځل په دی امید پاکستان ته راغلی یم چی د تروریزم پرخلاف د مبارزی او د سولی د ټینګښت لپاره  د دواړو هیوادونو لخوا په یوه مشخص  او هر اړخیز عملي پلان باندی کار وشي او له مخی یی د تروریزم او افراطیت پرخلاف ګډه مبارزه   ترسره شي .
د پاکستان صدراعظم  په دغه خبري ناسته کی حامدکرزي ته  د ښه راغلاست په ترڅ کی وویل چی افغانستان نه یوازی دا چی د پاکستان نیږدی ګاونډی دی، بلکی یو ورور هیواد دی او د دواړو هیوادونو خلک له یوبل سره  نه شلیدونکی اړیکی او ګډ تاریخ لري.
ده زیاته کړه:  زموږ امنیت او ښه راتلونکی له افغانستان سره تړلي دی. ده همدا راز وویل چی  یو باثباته، باامنه او یو موټی افغانستان د پاکستان لپاره ډیر مهم دی.
نوازشریف وویل چی پاکستان د افغانستان د سولی له پروسی څخه په صداقت او قوت سره ملاتړ کوي.
د پاکستان صدراعظم وویل چی زما حکومت ژمنه لري چی له افغانستان سره د پاکستان اړیکی لا ژوری او پراخی شي او د دغو اړیکو تمرکز به په اقتصادي او سوداګریز چارو باندی وي.
همدا راز د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي نن له غرمی وروسته له خپل پاکستاني سیال آصف علي زرداري سره د دغه هیواد د جمهوري ریاست په ماڼی کی وکتل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته