سیاست

د عدليې وزير د جي آى زيد له لوى رييس سره وکتل

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٧
د عدليې وزير ډاکتر عبدالبصير انور پرون د خپل کار په دفترکې د جي آى زيد له لوى رييس برند ميسر شميت سره وکتل.
د باختر آژانس د خبرله مخې:
په دې کتنه کې لومړى د جي آى زيد د موسسې د قانون د واکمنۍ رييس وويل: درې اوونۍ مخکې مو د ٢٠١٦ م کال عملياتي پلان چمتو کړى دى چې له هغه سره سم به د عدليې وزارت د حقوقو له رياست او له نورو رياستونو سره همکاري وکړو.
وروسته دواړو لورو د دغې موسسې په مالي همکارۍ سره د ماسترۍ په سويه د لسو بورسونو په باب خبرې وکړې.
دغه راز دواړو لورو د عدليې او د ښځو د چارو له وزارتونو سره د جندر په برخه کې د دغې موسسې په همکارۍ د يوه سلاکار د استخدام په باب خبرې وکړې چې د جي آى زيد لوري وويل: د اوس لپاره يو شخص د شپږو مياشتو لپاره استخداموو چې د دواړو وزارتونو ترمنځ له لاسليک شوي تفاهم ليک سره سم کارونه په همغږۍ سره پرمخ لاړ شي.
ورپسې د دفتري تجهيزاتو او اړتياوو په باب خبرې وشوې او په پاى کې د عدليې وزارت د تقنين د کارکوونکو د ظرفيت د لوړوالي او د انګليسي ژبې او کمپيوټر د لنډمهالو کورسونو د جوړولو په لاره کې د عدليې وزارت د تقنيني ستاژ د پروګرام په باب هم خبرې وشوې چې د جي آى زيد لوري د همکارۍ ژمنه وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته