ټولنه

فراه ته د خوار ځواکۍ ۴۵ ټنه مواد ولېږدول شول

کابل / د تلې ۵ مه / باختر
د افغانستان اسلامي امارت مسوولین وايي چې د خوړو نړېوال سازمان په مالي ملاتړ د مور او ماشوم د خوار ځواکۍ لپاره مرسته شوي ۴۵ ټنه مواد فراه ته ولېږدول شول.
د روغتیا پالانو په وینا، خوارځواکي هغه ناروغي ده چې تر ډېره د کم عمره کوچنيانو په وجود کې د خوراکي توکو د کمښت او د هغو خوړو د خوړولو له امله رامنځ ته کېږي چې انرژي ونه لري.
روغتیا پالان وايي چې یاده ناروغي یوازې ماشومان نه، بلکې هغه ډېر عمر لرونکي کسان چې بدن ته یې د اړتيا وړ خواړه ونه رسېږي او د بدن ويټامينونه یې پوره نه شي، هغوی هم پر دغې ناروغۍ اخته کېږي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته