نړۍ

چين: د سينکيانګ په شمال لويديځه سيمه کې ٣٧ تنه ملکي وګړي او ٥٩ تنه يرغلګر ووژل شول

بيجينګ نيوز – باختر د زمري دمياشتې ١٢
د سينکيانګ په شمال لويديځه سيمه کې د تيرې اوونۍ د نښتو په بهيرکې څه ناڅه ٣٧ تنه ملکي وګړي او د اويغور د اقليت ٥٩ تنه يرغلګر وژل شوي دي .
باختر آژانس د چين دخبري آژانس سينهوا له خولې خبر راکړ: په چړو او سړو وسلو سمبالوکسانو تيره اوونۍ د اليکس په ښارکې د پوليسو په مرکزونو او په حکومتي دفترونو بريدونه وکړل چې له امله يې دملکي وګړو په ګډون ٩٦ تنه ووژل شول.
ويل شوي دي چې ٥٩ تنه تروريستان د امنيتي ځواکنو له خوا وژل شوي او ٢١٥ تنه نوريې نيول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته