کابل باختر د ثور ٢٢
د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجراييه رييس ډاکترعبدالله عبدالله نن د يوجګپوړي هيئت په مشرۍ د کاسا _ ١٠٠٠ پروژې د جوړولو د کار د پيل په مراسموکې د ګډون په موخه تاجکستان ته سفر وکړ
د حامدکرزي له نړيوال هوايي ډګرڅخه د باختر آژانس د خبريال د خبر له مخې: د کاسا – ١٠٠٠ په نامه له منځنۍ آسيا څخه جنوبي آسيا ته د بريښنا د ليږدونې د پروژې د جوړولو کار د افغانستان، تاجکستان، قرغزستان او پاکستان د هېوادونو د جګپوړو مقاماتوله خوا په تاجکستان جمهوريت کې پرانستل کيږي.
د کاسا ١٠٠٠ د بريښنا د ليږدونې پروژه د قرغزستان په شمال کې د (دتکا) له سيمې څخه پيل او له تاجکستان او افغانستان څخه په تيريدو سره پيښور ته رسيږي .
د افغانستان په خاوره کې د دغه تګلوري اوږدوالي ٥٦٢ کيلومتره دى چې د افغانستان له شپږ سوه سيمو درې ويشتو ولسواليو او شپږو ولايتونوڅخه تيريږي.
د دغې پروژې په عملي کيدو سره افغانستان د هغې د ترانزيت له پلوه په کال کې څه ناڅه پنځه څلويښت مليونه امريکايي ډالره عايد ترلاسه کوي .
د دغې پروژې ټول لګښت يواعشاريه يوسلو اويا مليارده ډالره اټکل شوى دى او د آسيا پرمختيا بانک يې تمويلوي .
2 1 دقیقه لوستل