امنیت

د طالبانوپه بريدکې د يوه امريکايي جنرال وژل کيدل

_   کندز باختر دچنګاښ دمياشتې  ٢٧ :
يو امريکايي جنرال د دغه هېواد له دوو تنو نورو پوځيانو سره په کندز ولايت کې د وسله والو  طالبانو په ناڅاپي بريدکې ووژل شول .
په دې بريدکې څلور تنه افغان پوځيان هم شهيدان شوي دي.
په دغوکورنيو او بهرنيو پوځيانو د بلوله او د امين آباد په ساحوکې بريدونه شوي دي.
دکندز ولايت يوه سيمه ييز خبرځاى باختر آژانس ته وويل چې د طالبانوپه دغه  غلچکي بريدکې يو امريکايي جنرال د دغه هېواد له دوو تنو نورو پوځيانو سره وژل شوى او څلور تنه افغان پوځيان شهيدان شوي دي.
ده وويل: پوځيانو له ځمکې او هوا څخه په سيمه کې دطالبانو په سنګرونو بريدونه کړي دي چې په دغو بريدونوکې يرغلګرو ته دسر دروند زيان اوښتى دى.
دغه جګړې تېره شپه  دکندز ښار په ختيځه دروازه کې په  امنيتي پوستو دطالبانو  له پراخ بريد وروسته رامنځته شوې دي او تر اوسه پورې دوام لري.
څه ناڅه دوه کاله مخکې هم  په کندز ولايت کې په يوې جګړه کې  د امريکا ديوه جګپوړي افسر په ګډون څلور تنه امريکايي پوځيان وژل شوي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته