کابل، د زمري٤مه، باختر
د اسلامي امارت د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ملا عبدالطيف منصور د کليو د بيارغاوني او پراختيا وزارتونو له معينانو سره د يو کاري سفر لپاره د فراه ولايت د بخش آباد بند ته ورسېدل.
د باختراژانس د خبريال د خبر له مخې؛ په هغې غونډه کې چې د ملکي او پوځي ادارو د يوشمېر مسوولينو، انجينرانو او د قومي مشرانو په ګډون جوړه شوه يوشمير قومي مشرانو خپلې ستونزې او پيشنهادونه د اسلامي امارت له مسوولينو سره شريک کړل او د اسلامي امارت له مسوولينو يې وغوښتل چې هغه مالي مرستې چې د دغه بند د جوړولو په موخه راټولېږي بانک ته دې تحويلې شي.
د دوى د څرګندونو له مخې؛ له هېواد څخه بهر يو شمېر هېوادوالو ژمنه کړې، چې د بخش آباد بند له جوړولو سره مالي مرسته کوي.
په دې غونډه کې د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ملا عبدالطيف منصور ژمنه وکړه چې مرکزي حکومت د بخش اباد بند د بودجې د برابرولو لپاره هڅې کوي.
هغه زياته کړه چې د دغه بند د نيمه کاره پروژې په برخه کې ٦٠٠ سوه زره امريکايي ډالره په غاړه اخلي او په نږدې راتلوونکي کې به د دغه بند د نورو برخو کار پيل شي.
د يادونې وړ ده د هغې سروې له مخې چې د هېواد د اوبو او انرژۍ وزارت له خوا ترسره شوې ده ښيي چې د دغه بند د کار په بشپړېدو سره په دغه ولايت کې ١٠٤زره هکتاره ځمکه خړوبېږي او ٢٧ ميګاواټه برېښنا توليدېږي.
دغه راز دغه بند د١٣ زره ٦٠ ميليونه مکعب متره اوبو د زېرمه کولو ظرفيت لري.
\ ج