فرهنګ

دباميانو په تاريخي ښار کې دسارک دهنرمندانو دکمپ او دوريښمو دلارې داووم جشن پرانستل .

کابل باختر د وږي  دريمه :
په باميانو کې دوريښمو دلارې داووم جشن له جوړيدو سره جوخت دسارک دفرهنګي سازمان  دهنرمندانو په کمپ  هم په دغه لرغوني ښار کې پرانستل شو .
  ددغه کار هدف دسارک غړو هيوادونو اونړۍ ته دباميانو معرفي کول او ددغو هيوادونو ترمنځ دفرهنګي او تجارتي همکاريو پراختيا اوزياتوالى بلل شوى دى .
دوريښمو لارې دجشن او دسارک دسازمان  دهنرمندانو دکمپ دپرانستلو  په مراسمو کې دولتي مقاماتو ته  ددغه سازمان دغړو هيوادونو داستازو په ګډون په لسګونو تنو کورنيو او بهرنيو ميلمنو ، سيلانيانو اوهنرمندانو دهيواد له ګوټ ګوټ څخه  زموږ په سلګونو تنو هيوادوالوبرخه اخستې وه .
دسارک له  غړو هيوادونو څخه برخه والو هنرمندانو دهنري اثارو دنندارتون په جوړولو سره دخپلو فرهنګي  خلقتونو دمعرفي کولو تر څنګ خبرې اترې وکړې .
دغه راز  دسارک دسازمان داتوغړو هيوادونواستازو دوريښمو دلارې په جشن کې ګډون کړى دى چې ددغې لارې  دبيا احيا کولو څرنګوالى  وڅيړي چې يو وخت په اسيا کې د تجارتي مالونو دراکړې ورکړې لپاره ډيره ستره او ارزښتناکه لاره وه .
دباميانو والي طاهر زهير دوريښمو دلارې  داووم جشن او دسارک دغړو هيوادونو دهنرمندانو د کمپ دپرانستلو دمراسمو دباميانو بډاى تاريخ او په هغه کې دنړۍ د ډيرو سترو او لرغونو تاريخي خزانو شتون ته په اشارې سره د دغو تاريخي څلواو دلرغونو ساحو په ترميمولو او ساتنه کې دسارک دسازمان دغړو هيوادونو دهمکارۍ غوښتنه وکړه .
ده دغه راز وړانديز وکړ چې دباميانو تاريخي ښار دې بايد دسارک د سازمان سکرتريت په غاړه ولري .
دسارک  دسيمه ئيز سازمان دفرهنګي برخې رييس واسن تي کوته والي په دغو مراسمو کې وويل چې غړي هيوادونه به دباميانو دتاريخي څلواو لرغونو ساحو په ساتنه کې دافغانستان له حکومت سره  همکاري وکړي .
ده دوريښمو دلارې دجشن او سارک دغړو هيوادونو د هنرمندانو دکمپ دکوربه توب لپاره داطلاعاتو او فرهنګ وزارت اودباميانو دسيمه ئيزو مقاماتو دښه کوربه توب او پروګرامونو له امله قدرداني وکړه .
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دفرهنګي چارو معين  سيد مصدق خليلي د وريښمو دلارې دجشن او دسارک دغړو دهنرمندانو دکمپ جوړول دوريښمو دتاريخي او تجارتي لارې دبيا احيا کولو په لاره کې يو ارزښتناک ګام او ددغو هيوادونو  ترمنځ دفرهنګي تجربو دتبادلې په لاره کې يوښه اقدام وباله او ددغه شان پروګرامونو دجوړولو ددوام غوښتنه يې وکړه .
  سيد مصدق خليلي په باميانو کې دنړيوالو ميراثونو دساتنې لپاره له افغانستان سره دسارک دسازمان دغړو هيوادونو همکاري وغوښته .
ده دغه راز دباميانو له خلکو څخه وغوښتل چې ددغه تاريخي ښار دبې سارو طبيعي منظرو او دتاريخي  څلو په ساتنه کې زياته پاملرنه وکړي .
  دوريښمو دلارې جشن او دسارک دغړو هيوادونو د هنرمندانو کمپ  دروان کال دوږي دمياشتې تر اوومې  نيټې پورې په باميانو کې دوام ومومي .
  په دې موده کې  به دباميانو تاريخي ښار دسارک  دسازمان داتو غړو هيوادونو دهنرمندان او فلم جوړونکو دهنري اثارو دنندارتونونودجوړولو او دفلم د ښودلو  دسيمه ئيزو خوړو لاسي صنايعو اودکتابونو دنندارتون ډګر وي .
ددې تر څنګ  کورني اوبهرني  ميلمانه او سيلانيان به په دې موده کې دورزشي  لوبو ننداره وکړي .
دوريښمو واټ يا دوريښمو لاره په اسيا کې دسوداګرۍ په مقصد يوه اړونده لاره وه چې منځني  ختيځ اوداسياجنوب يې  دافريقا له شمال او اروپا سره  نښلوله .  هغه تګلوري  چې تر پنځلسمې  ميلادي  پيړۍ پورې يو زرو اووه سوه کاله دنړۍ ډير ستره تجارتي شبکه وه .
سارک يا داسيا دجنوب دهيوادونو دسيمه ئيزې  همکارۍ اتحاديه داسيا دجنوب داتو هيوادونو په ګډون يو اقتصادي _ سياسي  سازمان دى، دوګړو له پلوه سارک په نړۍ کې  ډير ستر سيمه ئيز سازمان دى .
په دې سازمان کې هغه هيوادونه شامل دي  چې دوګړو ټول شمير يې نږدې يو نيم مليارد تنو ته رسيږي .
سارک ٢٩ کاله مخکې دهند ،پاکستان، بڼګله ديش  ، سريلانکا ، نيپال ، مالديف   او دبوتان  دهيوادونو له خوا جوړ شو او د ٢٠٠٧ ميلادي کال په اپريل کې ددغې اتحاديې  په څوارلسمه  غونډه کې  افغانستان  هم دسارک  داتم غړى په توګه ومنل شو .
ددغه سازمان دجوړولو هدف دغړو هيوادونو په تيره بيا دسوداګرۍ او فرهنګ په برخو کې دهمکاريو پراختيا بلل شوې ده . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته