کابل، د لېندۍ ۲۹مه، باختر
د میدان وردګو د بدني روزنې او سپورت آمریت مسوولین وایي چې د دغه ولایت د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د ټنیو منتخبې لوبډلې په بريا پای ته ورسېدې.
د یاد ولایت د بدني روزنې او سپورټ یو مسوول باختر آژانس ته وویل چۍ دغه سیالۍ دوې میاشتې وړاندې د ۵۰ ټیمونو ترمنځ پیل شوې وې چې پایلوبې کې د تڼیو منتخبې لوبډلې د بلال مندوزي لوبډلې ته د ماتې په ورکولو سره بریا خپله کړه.
هېره دې نه وي چې د یادو د سیالیو څخه یې موخه د ځوانانو ترمنځ یووالی او خواخوږۍ فضا رامنځته کول و.