کابل باختر د زمري اوومه :
د کندز ولايت يوشمېرخلکو د ملي پيوستون د پروګرام دټولګټو پروژو له اسانتياوو څخه ګټه واخسته .
د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د دغو پروژو کار د پنځه څلويښتو مليونو شپږ سوه درې ديرش زرو افغانيو په لګښت ددغه ولايت دامام صاحب او د دشت ارچي په ولسواليوکې بشپړ او دخلکو استفادې ته وړاندې شوې .
په دغو پروژوکې د ټولنيزو مرکزونو، پلګوټو جوړول، د بريښنا دمزو دشبکو تمديد، د لاسي بمبو په درولو سره د څښاک د روغتيايي اوبو د څاه ګانو کيندل او د سړک جوړول او کريړ اچول شامل دي
په کندز ولايت کې د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت د ملي پيوستون د فعاليت له پيل څخه تر اوسه پورې ٨٦٣ کلي تر پرمختيايي پوښښ لاندې نيولې دي او تر اوسه پورې يې ٣٠٣٤ پروژې بشپړې او د خلکو استفادې ته يې سپارلې دي.
0 1 دقیقه لوستل