امنیت

پنځه تنه وسله وال طالبان په غزني کې ووژل شول .

کابل باختر د سلواغې  ديارلسمه :
پنځه تنه وسله وال طالبان نن په غزني ولايت کې دافغان امنيتي ځواکونو دعملياتو په بهيرکې  ووژل شول .
دغزني ولايت امنيه قوماندان جنرال زړه ور زاهد  دباختراژانس خبريال ته وويل  امنيتي ځواکونو  دغزني ولايت  دخوږيانو په ولسواليو کې هغه وخت عمليات ترسره کړل  چې وسله والو طالبانو  دپوليسو يوسرتيرى  شهيد کړ .
  يوه اړونده خبرځاى وويل چې په دغو عملياتو کې  پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او اته تنه نور يې  ټپيان شول .
ويل کيږي چې دغه عمليات په بشپړه توګه  دوسله والو طالبانو له شتون څخه ددغې ولسوالۍ  ترپاکولو پورې  دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته