پيښور ډي ډان باختر د ثور دمياشتې ٨ :
پاکستاني طالبانو د پاکستان په ديره اسماعيل خان کې د يوې چاودنې مسووليت په غاړه واخيست.
په دې بريدکې چې نن په ديره اسماعيل خان کې د حکومتي مليشو د سپرلۍ په موټر ترسره شو؛ د صوبه دار خالد په نامه يو مليشه ووژل شو او درې تنه نورټپيان شول.
د پاکستان د ډي ډان ورځپاڼې د خبر له مخې:
په هغې خبرپاڼه کې چې د طالبانو د تحريک د ډلې له خوا خپره شوه؛ دغې ډلې د د غه بريد د مسووليت ادعا کړې ده.
د پاکستاني طالبانو د ډلې تحريک تېره جمعه هم په پيښور ښارکې د پوليسو د چټک غبرګون په موټر د بريد مسووليت ادعا کړې وه.
په دې بريدکې پنځه تنه پوليسان ټپيان شوي وو.
2 1 دقیقه لوستل