سیاست

تبصــــره

کابل باختردسلواغې دمياشتې  ١٤ :
دملي دفاع وزارت  دتيلو دقراردادونو دفسخ کولو اود اوو نورو سترو قراردادونو دځنډولو په باب دجمهوررييس محمداشرف غني وروستى اقدام ددې څرګندوى دى  چې  په هېواد کې  له فساد سره دمبارزې انګيزه پياوړې کيږي  او لرې به نه وي  چې په افغانستان کې  ددغې  کرغيړنې پديدې څيره به زياته  بربنډه شي او مخه به يې ونيول شي.
دباخترآژانس  مبصرليکي : 
پرون  جمهوررييس محمد اشرف غني دملي دفاع وزارت له مسوولينو ، ددغه وزارت دتيلو له قرارداديانو او د هغو شرکتونوله مسوولينو سره  چې دملي دفاع وزارت دتيلو په قراردادونو کې بريالي شوي نه وو، دملي وحدت دحکومت داجرائيه رييس  په ګډون وکتل.
په دې  کتنه کې  دملي دفاع وزارت دتيلو دقرارداد په مسئلې سربيره  ددغه وزارت  دنورو  مالونو  اووه قراردادونه هم وڅيړل شول.
هغه څه چې مهم دي  ددوه سوه پنځلسو مليونو ډالرو توپير دى  چې په دغو قراردادونو کې شتون لري ، هغه بل توپير چې دسيګار يا دامريکا دمتحده ايالاتو دپلټنې  دادارې او ايساف له خوا هم  دتائيد وړ ګرځيدلي دي  او دجمهوري رياست له خوا هم ثبت شوي دي  .
جمهوررييس  له مسوولينو اوقرارداديانو سره له کتنې  وروسته  نه يوازې دقرارداد په  فسخ کولو حکم وکړ بلکې لارښوونه يې وکړه چې دستونزې  تر حل کولو پورې دې  قرارداديانو ته دپيسو له ورکولو څخه ډډه وشي او دامنيتي او دفاعي بنسټونو دلوژستيکي لوازمو دبرابرولو کار دې  دجمهوري رياست  دملي  تدارکاتو درياست له لارې اجرا شي اوپه دې  ترڅ کې دحميدالله فاروقي په مشرۍ يو هيئت  موظف کړاى شي  چې  موضوع دې په  جدي توګه وڅيړي او جمهوري رياست ته دې رپوټ وړاندې کړي.
دغه راز په غونډه کې څرګنده شوه چې دموظف هيئت له څيړنې وروسته دې قراردادونه په معياري  ډول  اوپه څرګنده او مشخصه توګه لاسليک  اوپه شرايطو برابرو شرکتونو ته دې وسپارل شي .
هغه څه  چې  وويل شول  ددې  کار څرګندوى دى  چې دملي وحدت دولت ځان  دفساد پرخلاف  مبارزه کې  ژمن بولي او نه پريږدي چې  په عامه شتمنيو  دمعامله ګرو او استفاده غوښتوونکو کسانوله خوا مزې چړچې وشي .
که چيرې دتيرو ديارلسو کلونو پيښو او انکشافاتو ته دقيق شو  د يوه مشخص قشر او کړيو ته دقرارداد سپارل په  يو  دود بدل شوى و  او  داستفاده غوښتنې زمينې يې برابرې کړې وې چې په دې ترتيب دعامه شتمنيو دلوټولو زمينه برابره شوه  او دنړيوالې ټولنې دمرستو زياته برخه  چې  دافغانستان دبيا جوړولو او رغونې په نامه د افغانستان ملت ته ورکړى شوې ، په اوبو لاهو شوې اوپه افغانستان کې  اداري فساد وده وموندله اودافغانستان له هويت سره يې پيوند وخوړ او تريوې اندازې پورې يې په افغانستان کې لاره وموندله   چې نړيوالې ټولنې  له بيوزلى او محتاج افغانستان  سره خپلې مرستې داداري فساد پرخلاف په مبارزې پورې  اړوندې او مشروطې وبللې  . هغه څه  چې په وروستۍ غونډه کې طرحه شوه   دستاينې وړ يو حرکت دى  چې بايد په نتيجو يې  خلک خبر شي .
دغه راز ددغه شان څيړنو دوام  نورو  حکومتي ادارو او بنسټونو ته پراختيا ومومي  ځکه په نورو ادارو او ارګانونو کې هم دفساد نښې نښانې  محسوسې دي  چې بايد هغو ته پاملرنه وشي چې دفساد ټغر ټول شي.  او ددغې کرغيړنې پديدې نوم زموږ دهېوادله پاک هويت څخه حذف شي  .
له نيکه مرغه دمحمداشرف غني اودډاکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ دملي  وحدت دولت د اداري فساد پرخلاف  جدي او دايمي ژمنه لري  سره له دې چې دنوي  حکومت له عمر څخه  څو محدودې مياشتې تيريږي  خو  داداري فساد پرخلاف  دمبارزې نښې نښانې يې   جدي اودلمس وړ دي .
سره له دې چې داداري فساد پرخلاف  مبارزه  له جديت او ژمنتوب سره يوځاى ده  ضروري ده چې دولتي  بنسټونه په تيره بيا هغه  امنيتي  ارګانونه چې ډير زياته  عادې بودجه  ځانته بيولي بايد په نوښت سره عمل وکړي په داسې  حال کې چې دملي دفاع او دکورنيو چارو وزارتونه او دملي امنيت  اداره   چې  خپل  ډير زيات لګښتي مالونه   له بهر څخه واردوي  له خوراکي  توکو څخه نيولې تر جامو، موبل او فرنيچر پورې  په داسې حال کې چې په تيرو وختونو کې دامنيتي بنسټونو داړتيا وړ زيات مواد دهېواد په دننه کې توليديدل ، دملي دفاع او دکورنيو چارو  وزارتونو او دملي امنيت ادارې  خپلې عملات خانې لرلې او خپلو کارکوونکوته يې  جامې  توليدولې  ، چپرکټونه ، موبل او فرنيچر يې   په دولتي  فابريکو  جنګلک او افغان ترکاڼۍ کې توليديدل او يا يې  له نورو  کورنيو منابعو څخه ترلاسه کول .
په تيرو وختونو کې د دغو ارګانونو ساختماني چارې  د دوى  د تعميراتي رياستونو له خوا ترسره کيدې په داسې حال کې  چې نن  داسې نه  ده  . هر کار قراردادي کوي   او هر کار تجارتي شوى دى  او  دا کار ددې سبب  کيږي چې کار خپل ارزښت له لاسه ورکړي   او آن   امنيتي او دفاعي ارګانونو ته ددښمن داستخباراتي سازمان او دپرديو  دنفوذ زمينه برابره شي .
ښه به وي  چې  دفاعي او امنيتي بنسټونه  د خپلې عادي  بودجې  په  کارولو سره په نوښت لاس پورې کړي او دخپلو  منسوبينو دسوکالۍ لپاره پانګونه وکړي .
که چيرې  موږ دسيمې دهېوادونو اردو ته وګورو دغه شان نوښتونه ترسترګو کيږي 
نن  ورځ دپاکستان اردو  په دغه هېواد کې دسمنټو  دتوليد دفابريکې  خاوند دى . سربيره پر دې  دکرنې  ستر فارمونه ،لويې لارې او آن  هوايي ډګرونه دپاکستان داردو  ملکيت دى .
داکار د زور له لارې نه دى ترسره شوى خوپه نوښت سره ترسره کيږي  يوازې پاکستان مثال  نه دى  نور هېوادونه  هم شته چې  اردو يې ډيرې ښې پانګې لري . ښه به وي  چې زموږ اردو په نوښت لاس پورې  کړي اوپه خپلې پانګې سره ځان سمبال کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته