ټولنه

په افغانستان کې د کرونا ويروس د مثبتو پېښو شمېر ٣٣٧ ته ورسېد

کابل / د وري ۱۷ مه / باختر
د کرونا ويروس د ٣٨ نويو پېښو په ثبت سره، په هېواد کې د کرونا ويروس د مثبتو پېښو شمېر ٣٣٧  ته ورسېد.
په هېواد کې د کرونا ويروس په چټکۍ سره د خپرېدو په حال کې دى.
د عامې روغتيا وزارت په تېرو ٢٤ ساعتوکې په هېوادکې د کرونا ويروس د ٣٨ مثبتو خبر ورکړ.
د عامې روغتيا وزارت وحيدالله مايار د څرګندونو له مخې؛ په تېرو ٢٤ ساعتو کې  په کابل کې د کرونا ويروس ١٠ مثبتې پېښې، په هرات کې ١٠ پېښې، په قندهار کې ٨ پېښې، په پکتيا کې ٣ پېښې، په بلخ کې ٢ پېښې، په سمنګانوکې ٢ پېښې او په کاپيسا، تخار او زابل کې يوه – يوه پېښه ثبت شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې کابل په تېرو ٢ ورځوکې له هرات څخه د کرونا ويروس  زياتې مثبتې پېښې لري چې دا ښيي په کابل ښار کې د شپږو ميليونو وګړو په لرلو سره، د کرونا ويروس د خپرېدو احتمال زيات شوى دى او په کابل کې د کرونا  ويروس پروګرام په مطلوب ډول تحقق نه دى موندلى.
د کابل والي خبر دارى ورکړ چې په پايتخت او شاوخوا سيموکې يې احتياطي تدابير جدي کېږي.
د شمېرونو له مخې؛ تر اوسه په افغانستان کې د کرونا ويروس له امله ٧ تنه مړه شوي دي او د ١٢ کسانو درملنه شوې ده.
کرونا ويروس تر اوسه د نړۍ ٢٠٠ هېوادونو ته لاره موندلې ده. څه د پاسه ٦٤ زره کسان د کرونا ويروس د اخته کېدو له امله مړه شوي دي او په نړۍ کې د دغې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر يو ميليونه ٢٠٠ زرو کسانو ته رسېدلى دى.
پاى ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته