کابل/باختر/ د وږي ۱۶ مه
له څلورو کلونو ځنډ څخه وروسته د کونړ د نوا پاس لاره بیا ځل د ترافیکو پرمخ پرانېستل شوه.
د ۲۰۱ سیلاب قول اردو ویاند محمد هارون یوسفزي باختر اژانس ته وویل چې دوه ورځې وړاندې ګډو افغان ځواکونو د کونړ د رکاڼو ولسوالۍ په نوا پاس سیمه کې جګړه ییز او چاڼیز عملیات پیل کړي دي.
سرچینه زیاتوي چې په عملیاتو کې د یادې ولسوالۍ د نوا پاس لاره چې له څلور کلونو راهېسې د ترافیکو پرمخ تړل شوې وه بیا ځل پرانېستل شوه.
مسوولین وايي چی په یاده سیمه کی به د لا ښه امنیت په موخه نورې امنیتي پوستې هم جوړې کړي ترڅوهېوادوال په ډاډه زړه خپلی ورځنۍ چاری مخ ته یوسي.
پای/وصال