-خوست د چنګاښ ۷ باختر
څلورماشومان په خوست کې د وسله والوطالبانوپه موشکي برید کې ووژل شول او درې نورماشومان ټپیان شول .
دغه پېښه پرون نا وخته په شمل دمنده ولسوالۍ کې هغه وخت را منځته شوه چې وسله والو طالبانو په یوکلي موشکي برید وکړ.
د خوست د والی ویاند طالب منګل باخترآژانس ته وویل چې په دې موشکي برید کې څلور ماشومان ووژل شول او درې نورټپیان شول .
د خوست دیو روغتیايي مرکزډاکټرانو په دې پېښه کې د یوټپي ماشوم روغتیايي حالت خراب بللی دی .
وسله والو طالبانوپه دې اړوند تراوسه پورې څه نه دي ویلي. ختم ع
0 د یوې دقیقې څخه لږ