کابل /باختر دسلواغې دمياشتې ١٩نيټه :
د خوست امنيتي چارواکي وايي، د لاسي بم په يوه چاودنه کې د یوې کورنۍ درې غړي وژل شوي دي.
د خوست امنیه قوماندان مل پاسوال اختر محمد نور زوي وویل چې دغه پېښه تېره شپه د دوو کورنیو ترمنځ د شخصي ستونزو له امله رامنځته شوې ده.
ده وويل چې په دې پېښه کې د درېيو تنو په وژل کېدو سربيره درې تنه نور ټپیان شوي دي.
د خوست امنیه قوماندان وویل: پېښه د پولیسو له خوا څېړل کېږي.
پاى ذکرالله