کابل / دچنګاښ ١٣مه /باختر :
دهېواد د ختيځو سيمو قومي مشرانو او د ځوانانو ټولنو له پوځيانو سره خپل ملاتړ څرګند کړ .
ددغو بنسټونو مسوولين او يوشمېر قومي مشرانو د هېواد په ختيځ کې له پوځي مقاماتو سره په کتنه کې وويل : چې د ژوند تر وروستي سلګي به د خپلو پوځيانو ملاتړ وکړي .
هغوى له تروريزم سره د مبارزې او د خلکو د امنيت د تامينولو په لاره کې د پوځيانوسرښندنې وستايلې .
دباختر اژانس د خبر له مخې، پوځي مقاماتو دختيځو سيمو له دغو قومي مشرانو او د ځوانانو د ټولنې له غړو سره په کتنه کې وويل : چې د افغانستان او د افغانستان د خلکو د دفاع لپاره به له هيڅ راز هلوځلو څخه ډډه ونه کړي .
ختم_ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل