سیاست

فضل الهادي مسلميار داروپا داتحاديې له سفيرسره وکتل .

کابل باختر دمرغومي دمياشتې ١ :
د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر د ۱۳۹۲ كال د مرغومي لمړۍ د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلم يار، نن د اروپا اتحاديې له سفير ښاغلي فرانس مايكل ميلبن سره د خپل كار په دفتر كې وكتل .
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
په دې كتنه كې د مشرانو جرګې رئيس د امنيت د ټينګښت، بيا رغاونې او د ويرې  اچونې سره د مبارزي په برخو كې د اروپا داتحاديې د مرستو له امله قدرداني وكړه او د اروپا دټولنې د مرستو د اړتياو په دوام يې ټينګار وكړ.
په مقابل كې ښاغلي ميلبن هم افغانستان ته د راتلونكو مرستو په برخه كې د دې اتحاديې د ژمنو په ترڅ كې وويل چې، د اروپا اتحاديه د افغانستان خلكو ته د بېلا بېلو مرستو په دوام د خپل اووه كلن پروګرام په موخه كار كوي.
دغه راز ده د جمهوري رياست د ټولټاكنو، له امريكا د متحده ايالاتو سره د افغانستان د امنيتي تړون، د مالياتو قانون او د كانونو قانون د طرحي په اړه يې د سنا مجلس د رئيس د نظر وغوښت . 
د مشرانو جرګې رئيس د افغانستان ښې راتلونكې ته د نړيوالي ټولنې د علاقمندۍ له امله د قدردانۍ په ترڅ كې وويل : جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو ته نومانديدل او رايې وركول د هېواد د هر اوسېدونكې حق دي، چې د افغانستان پارلمان به د ټولټاكنو بهير په جدي ډول وڅاري، زياته يې كړه چې امنيتي مسئولين به د مشرانو ، متنفذينو او د پارلمان د غړو په همكارۍ د ټولټاكنو د امنيت د ټينګښت په موخه لازم تدبيرونه ونيسي .
دغه راز مسلم يار د امريكا له متحده ايالاتو سره د افغانستان د امنيتي تړون د لاسليك په اړه وويل : چې د شپنيو عملياتو پريكوڼ او د دولت له مخالفينو سره د سولې د خبرو د بهير چټكتيا چې د افغانستان د خلكو غوښتنې دي،په پام كې ونيول شي او هيله يې څرګنده كړه چې دواړه لوري به د خپلو هېوادونو د ملي
ګټو په بنسټ وروستۍ پايلي ته ورسيږي .
مسلم يار وويل چې بايد د كانونو قانون او مالياتو د قانون طرحې چې همدا اوس د ملي شورا په ولسي جرګه كې تر كار لاندي دي او د سنا مجلس ته د راتګ سره سم به د افغانستان د ملي ګټو په پام كې نيولو سره سره تصويب شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته