سیاست

د جمهور رئیس غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا غونډه جوړه شوه

کابل_باختر د وري د مياشتې ٢٩ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشري نن سهار په ارګ کې د اقتصاد د عالي شورا غونډه جوړه شوه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د غونډې په پیل کې د سویس ګروپ یوه غړي له کثافاتو څخه د انرژي د تولید طرحه وړاندې کړه.
ده وویل، د کثافاتو سوځول چاپیریال ساتنې ته ناوړه زیانونه لري او راوړل شوې نوې تکنالوژي له کثافاتو څخه انرژي تولیدوي.
د سویس ګروپ دې غړي زیاته کړه، نوې ټکنالوژي دا ظرفیت لري چې هر ډول کثافات د برېښنا په انرژي بدلوي او د افغانستان په هره نقطه کې د ګټه اخیستنې وړ ده.
د اقتصاد عالي شورا له سویس ګروپ څخه وغوښتل چې خپله طرحه تیاره کړي، تر څو حکومت د چاپیریال ساتنې په برخه کې له فعالو بنسټونو څخه د هغه مالي منابع ترلاسه کړي.
غونډې ته د کرنې او اوبو لګولو وزیر د طبیعي ځنګلونو د احیا او د ښارونو د شینوالي د پیاوړتیا ملي برنامه وړاندې کړه.
هغه وویل، دا برنامه د پایدار معیشت د ښو بدیلونو د رامنځته کولو، د تخریبونو د کموالي، د ځنګلونو د پرې کولو د مخنیوي، د نباتاتو د پوښښ د پیاوړتیا او د ژوند د تنوع او د طبیعي پېښو د مخنیوي په موخه مطرحه شوې ده.
د دې برنامې په اساس اتیا زره هکتار ځنګلونه احیا او ساتل کېږي او د ښځو لپاره د نیالونو د پالنې په برخه کې ۳۰۰ پروژې برابرېږي. همدارنګه دا پروژه ۴۰۰ تخنیکي کارکوونکو ته کار ایجادوي او ۱۴، ۴ میلیون کاري ورځې له ځانه سره لري. دا پروژه ۳۰ زره کورنیو ته اوږدمهال شغل او په منځنۍ اندازه ۳،۱ میلیون کورنیو ته عاید برابروي.
دا طرحه په پرنسیپ کې تائید شوه او پرېکړه وشوه چې لومړۍ پانګونه مالیې وزارت برابره کړي، خو د مرستو په جلب کې دې هم هڅې وکړي.
غونډې ته د چرګوړو سکتور د خودکفایي لپاره د پانګونې پروپوزل هم وړاندې شو او د اقتصاد عالي شورا په دې هکله د عملي طرحې غوښتنه وکړه او کرنې وزارت ته یې دستور ورکړ، چې د چرګوړو فارمونو په برخه کې په لومړي ګام کې له خصوصي سکتور سره کار وکړي.
د غونډې په پای کې نجات حیدر او مصطفی نوری شرکت په حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر کې د سړو خونو د جوړولو موضوع مطرحه کړه. یاد شرکت  د درې میلیون ډالرو په ارزښت د لس زره ټنه ظرفیت لرونکې سړه خونه جوړوي.
د اقتصاد عالي شورا پرېکړه وکړه، چې یاد شرکت ته دې د ځمکې ورکولو په برخه کې همکاري وشي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته