کابل باختر دوږي دمياشتې ٢٤ :
د کاپيسا پوليسو په دغه ولايت کې د دوو چاودنو مخه ونيوله
د کاپيسا ولايت د امنيې قوماندانۍ د اوپراسيون آمر سمونوال اسدالله حميدي د باخترآژانس خبريال ته وويل: وسله والو طالبانو دوه ماينونه ددغه ولايت په مرکز پورې اړوند د نوآباد په ساحه کې په واټ کې ښخ کړي و چې دپوليسو له خوا کشف او شنډ کړى شول .
5 د یوې دقیقې څخه لږ