امنیت

په هرات کې یوولس تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

کابل / د لیندۍ ۱۷ مه / باختر
د هرات پولیسو په په تېرو ۲۴ ساعتو کې په دغه ولایت کې ۱۱ تنه د جنايي جرمونو د ترسره کولو په شک نیولي دي.
د هرات د امینې قوماندانۍ ویاند د باختر آژانس خبریال ته وویل چې دغه کسان د هرات ښار او یوشمېر ولسوالیو کې د امنیتي منسوبینو په عملیاتو او د موټرو د پلټنې په بهیر کې نیول شوي ډي.
هغه زیاته کړه چې پر نیول شویو کسانو د غلا، شوکمارۍ، وژنې او د بې سنده وسلو د ګرځولو تور لګول شوی دی چې له هغوی څخه جنګي وسایل او یوه اندازه نشه يي توکي ترلاسه شوي دي.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته