سیاست

قاضي القضات : دسترې محکمې سرپرست له قضايي اواداري منسوبينو سره په خبرو کې : قضايي سلوک دقاضي په تواضع ، عدالت اوچلند کې نغښتي دي

کابل باخترد جوزا دمياشتي١٧ نيټه :

 قاضي القضات اودسترې محکمې سريرست نن له يوې ډلې هغو قاضيانو اواداري منسوبينو سره وکتل چې په دې وروستيو وختو کې له قضايي سيستم سره دبلدتيا اودتجربو دتبادلي په مقصد دجنوبي کوريا جمهوريت ته سفرکړي و .

دسترې محکمې  يو خبرځاى باختراژانس ته خبرورکړ په پيل کې دګروپ مسوول دکوريا دسترې محکمې له غړو سره دافغانستان دقضايي  اواداري منسوبينو دکتنې ددغه هيواد دعالي اوقضايي ادارو اومحکمو دکتنې  په مدنې   جزايي   تجارتي  فاميلي    اداري   اودقضايي  سلوک په برخو کې داختصاصي   سيمينارونو دپرمخ بيولو اوهم دمدرني تکنالوژي په برخه کې دکوريا دپرمختګونو اود قضايي اجرااتو له مخې  څخه داستفادي په باب مفصل  معلومات وړاندې کړل.

وروسته قاضي القضات اودسترې محکمې سرپرست پوهاند عبدالسلا م عظيمي دخبرو په ترڅ کې دقضايي سفرونو دبرابرولو په ساحه کې دقضايه قوي پاليسۍ څرگنده کړه او ويي ويل  سترې محکمه له هغي اړوندي ستراتيژي  اوپاليسۍ سره سم  چې  په هغي کې  دقاضيانو دظرفيت اوروزنې  دلوړولو اودقضايي اجرااتو دښه والۍ موضوع ځانګړي ځاى لري تل هلې ځلې کړي دي  چې دبيلابيلو هيوادونو دهمکاري   په جلبولوسره  دغه شان  فرصتونه برابر کړي . ځکه جګړي په ځانګړي توګه دبشري منابعو په برخه کې زيات زيانونه اړولي دي  او اوس ددې وخت رارسيدلي دي چې زموږ  قضايي او اداري منسوبين په بيلابيلو اړخونو کې دنړۍ  دپرمختياو په باب  چې په ډيرې چټکتياسره  دپرمختګ په  حال کې دي لازم معلومات ترلاسه کړي  اوله هغو څخه دکاري فعاليت په ښه والۍ کې  په اغيزمنه او هدفمنده توګه استفاده وکړي .موږ دقاهري دقضايي تعليماتو مرکز ته  دقاضيانو دګروپونو له استولو څخه په ښه توګه دغه  تجربه زده کړه  اوپه دي پوه شو چې   ( دنړۍ کتل  دنړۍ له وړلو څخه ښه دي  )  ځکه دروزنيزو سفرونو يوه مهمو مميزو څخه  يوه هم دا ده چې  زموږ قاضيان  دهماغه هيواد احساس ، علم ، پرمختګ اوفعاليت له نږدي ګوري اوتصويري يي  په ښه او اسانه توګه نورو ته وړاندې کوي.موږ په دي باور يو چې دعلم اوپوهي لوړي درجي ته رسيدل يوازي په لوستلو پورې اړه نه لري  بلکي  دبهرنې نړۍ  له نظامونو اوعلمي حالت څخه  برداشت  په تيره بيا په قضايي نظامونو کې  دقاضيانو دنظر دپراختيا زميني برابروي  اوپه همدي دليل دي  چې بهرته زما دسفر يو هدف دافغان قاضيانو دروزنې  په برخه کې دهمکاري جلبول   اودافغان قاضيانو له خوا  دهيوادونو دقضايي مرکزونو کتل دي. چې له نيکه مرغه  موږ دمصر ، عراق ، پاکستان ، قطر ، کوريا  اودترکيې  له هيوادونو څخه  دغه شان هيلي  ترلاسه کړي دي  اوددغو اړيکو دلازياتي پراختيا په لاره کې به  په لازيات قوت سره  عمل وکړو.قاضي القضات په دې کتنه کې  په جدي توګه په قضايي سلوک باندې ټينګار وکړ  او زياته يي کړه  چې قضايي سلوک دقاضي په تواضع ، عدالت  او چلند کې  نغښتي دي . اوبايد هير نه کړو چې دقضايي سلوک  دقواعدو بنسټ  چې نن دنړۍ په ټولو قضايي  نظامونو کې شته  دابوموسي اشعري په نامه دحضرت عمر (رض) په ليک کې نغښتي دي په دي مانا چې داسلامي هيوادونو په ټولو قضايي نظامونو کې ددغه سلوک رعايتول ځانګړي ارزښت لري اوبايد  قاضي اودقاضي اعوان  دقضايي سلوک په معيارونو زيات سمبال وي  اوله هغه څخه  له خلکوسره په چلند کې زياته استفاده وکړي ځکه  په مطلبوب ډول دقضايي سلوک تحقق دقضا  اعتبار او حيثيت لوړوي  اودهيواد دقضايه قوي په نسبت دخلکو داعتماد اوباروکچه زياتوي.ديادونې وړ ده  چې په دې کتنه کې دسترې محکمې غړي پوهاندعبدالعزيز  عزيز اودقضايه قوي داداري عمومي آمر ډاکترعبدالملک کاموي  هم برخه لرله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته