کابل باختر دتلي ديرشمه :
دبغلان ولايت په مربوطاتو کې پرون ديوې کورنۍ شپږ تنه غړي ووژل شول .
دمرکزي بغلان ولسوال ګوهر خان بابري باخترآژانس ته وويل:
دغه کسان د زاړه بغلان دشرکت دسړک په ساحه کې دشولو په نينې کولو بوخت وو چې د ناپيژندل شويو وسله والوکسانو له خوا پرې ناڅاپي بريدوشو.
بابري زياته کړه : په دې پيښه کې دتورخان دپنځو زامنو او يوه خوريي په ګډون ددغې ولسوالۍ يو سيمه ييز مخور ووژل شول او په خپله تورخان ټپي شو .
دمرکزي بغلان ولسوال ددغې پيښې اصلي علت کورنى تاوتريخوالى بللى دى او ويې ويل چې پوليسو دپيښې په اړوند څلور تنه نيولي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ