-کابل/ دچنګاښ ٣١مه /باختر:
دعامې روغتياوزارت وياند په هېواد کې د کرونا ويروس دخپرېدو په موده کې د پوليو د مثبتو پېښو د زياتوالي خبرورکوي .
د باختراژانس د خبرله مخې؛ د عامې روغتياوزارت وياند اکمل سمسور نن په يوه خبري غونډه کې وويل چې د ملګروملتو د سازمان د ماشومانو د ملاتړ دفتر ( يونيسف ) د شمېرنو له مخې، په ر وان کال کې د پوليو څه ناڅه ديرش مثبتې پېښې په هېواد کې ثبت شوي دي.
سمسور دغه راز وويل: چې د نيکمرغه لوى اختر په ورځوکې د کانګواويا دوينې ورکونکي تبې د ناروغى د زياتوالي احتمال هم شتون لري .
هغه له خلکو وغوښتل چې د کرونا ويروس تر څنګ دې د پوليو او کانګو ويروسونه هم جدي ونيسي
د پوليو ويروس اوس يواځې په افغانستان او پاکستان کې شتون لري .
ختم _ ج _ اکرم
1 1 دقیقه لوستل