امنیت

څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر دسلواغې شلمه :
څلور تنه وسله وال طالبان د هيواد په بېلابېلو سيموکې د امنيتي ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې ووژل شول.
دکورنيوچارووزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: افغان امنيتي ځواکونو په تيرو څليرويشتو ساعتوکې د ډار اچوونکو دځپلو په  خاطر دکونړ، ننګرهار، قندهار، زابل، لوګر، هلمند او دهرات د ولايتونو په مربوطاتوکې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې څلور تنه وسله  وال طالبان  ووژل شول او څلور تنه نور يې ونيول شول .
دغه راز په دغو عملياتوکې يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي .
ديوبل خبر له مخې: د وسايطو  ضد اوولس ماينونه چې نوى د وسله والو مخالفينو له خوا د ورانکارو او تروريستي فعاليتونو دترسره کولو په مقصد دقندهار او زابل د ولايتونو په مربوطاتوکې ځاى پرځاى کړى شوي و؛ دملي پوليسو د ځواکونو له خوا د دندو د ترسره کولو په بهيرکې کشف او شنډ کړاى شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته