امنیت

په غزني کې دښمن ته دسر دروند زيان واوښتى دى .

کابل باختر د تلي شلمه :

دکورنيو چارو وزارت وياند نن په يوه خبري غونډه کې وويل چې دښمن په غزني ښار کې دامنيتي ځواکونو په څو پوستو بريد وکړ او هغوى ته دسر دروند زيان واوښت .

  دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې دښمن په کندز ښار کې له ماتې وروسته اوس دپرديو  په لارښوونه دهيواد په بيلابيلو سيموکې ناکامو بريدونو ته سازمان ورکوي .

دکورنيو  چارو دوزارت وياند صديق صديقي په غزني  کې ددښمن تحرکاتو ته په اشارې سره وويل وسله والو طالبانو نن په غزني ښار کې په څو امنيتي پوستو بريد وکړه او په دغه ښار کې دامنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو ترمنځ  جګړه دوام لري چې په دې جګړه کې وسله والو مخالفينوته دسردروندزيان اوښتى دى .

صديقي زياتوي چې په دغه ولايت کې دمخالفينو دشنډولو لپاره داړتيا په صورت کې له نړيوالو ځواکونو څخه  مرسته غوښتل کيږي .

دکورنيو چارو وزارت وياند وويل وسله والو مخالفينو  دغزني ولايت داب بند ولسوالۍ په مربوطاتو کې يوه اندازه چاوديدونکي توکي  ځاى پرځاى کړي و چې په چولو سره يې ددغه ولايت دمرکز او داب بند اوګيلان دولسواليو ترمنځ لاره کې ستونزه رامنځته شوې ده .

امنيتي ځواکونه هلې ځلې کوي چې ډير ژر دغه لاره پرانيزي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته