امنیت

نهه تنه په ميدان وردګو کې د يو هليلکوپتر د راغورځېدو له امله ووژل شول

کابل /د کب ٢٨مه باختر
د ملي اردو يوهليګوپتر تېره شپه د ميدان وردګو په بهسودو ولسوالۍ کې راوغورځېد چې له امله يې دهليکوپتر ٤ تنه عمله او ٥ تنه سرتېري شهيدان شول.
د ملي دفاع وزارت نن اعلام وکړ د هېواد هوايي ځواکونو د٧٧٧ لوا – ام اى – ١٧ ډوله يوهليکوپتر تېره شپه د ميدان وردګوپه بهسودو ولسوالۍ کې راوغورځېد چې له امله يې د هليکوپتر٤ تنه عمله او٥ تنه امنيتي ځواکونه شهيدان شول.
ويل شوي دي چې د دغه هليکوپتر د راغورځېدو د څرنګوالي په اړه څېړنې پيل شوي دي .
ختم- ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته