امنیت

نهه تنه ځانمرګي يرغلګر په خوست کې ونيول شول

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ١١
نهه تنه ځانمرګي يرغلګر چې د خوست ولايت په مقام او امنيتي ادارو د بريد نيت درلود؛ په دغه ولايت کې ونيول شول.
د خوست د والي ويندوى مبارز احمد ځدران د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه کسان کله يې چې غوښتل په ډله ييز ډول د ولايت په مقام، امنيې قوماندانۍ، دملي امنيت په رياست او نورو پوځي تاسيساتو بريدونه وکړي؛ هدف ته له رسيدو مخکې د اسماعيل خيلو ولسوالۍ زيړي ترخې په سيمه کې ونيول شول .
خبرځاى ددغو کسانو د نيول کيدو د وخت په باب جزييات ورنه کړل، خو ويې ويل چې دغه کسان د ملي امنيت د ځواکونوله خوا نيول شوي دي.
دخبرځاي دڅرګندونوله مخې: شپږځانمرګي واسکټونه، يو توغندي ويشتوونکى، لس ګولۍ، لاسي بمونه، څلور کلاشينکوفونه ،يو ريموټ کنترول ماين، د سرحدي پوليسو جامې او دوه سراچه ډوله موټرونه هم ترلاسه شوي دي .
خبرځاى زياته کړه: نيول شويوکسانو په خپل جرم اعتراف کړى او ويلي يې دي چې دوى غوښتل د ولايت د مقام په ګډون، په امنيتي ادارو ډله ييز بريدونه وکړي. دخوست ولايت د ملي امنيت دويندوى د څرګندونو له مخې: نيول شوي کسان د پکتيا او پکتيکا د ولايتونو اوسيدونکي دي چې له زياتې مودې راپه دې خوا په خوست کې ژوندکاوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته