امنیت

په ننګرهار کې ديولړ چاودنو مخه ونيول شوه .

کابل باختر د وږي شپږ ويشتمه :
په ننګرهار ولايت کې ديولړ چاودنو مخه ونيول شوه .
  امنيتي مامورانو نن سهار اته ماينونه ددغه ولايت دتګ راتګ په سيمو کې کشف اوشنډ کړل
دافغانستان په ختيځ کې دپوليسو يوجګپوړي  قوماندان باختراژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو غوښتل د دغو ماينونو په ښخولو سره ملکي وګړو ته يولړ خونړۍ  پيښې رامنځته کړي .   ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته