نړۍ

عراق د سوريې سفير احضار کړ

بغداد بي بي سي باختر د ليندۍ دمياشتې ١٥ :
د موصل ښار ته څېرمه د ترکيې د يوې  ډلې پوځيانو د شتون پر سر د بغداد او انقرې ترمنځ د تاوتريخوالي له رامنځته کيدو وروسته د عراق د بهرنيو چارو وزير په رسمي ډول د ترکيې د سفير په احضارولو سره په نينوا ولايت کې د دغو پوځيانو د شتون په اړوند د خپل اعتراض مراتب اعلام کړل او د هغوى د ډير ژر وتلو غوښتنه وکړه.
د بغداد د حکومت مامورين وايي چې دترکيې پوځيان دعراق د حکومت له اجازې  او موافقې پرته دغه هېواد ته ننوتي دي. 
په داسې  حال کې چې ترکيــــه  وايي چې دوى هغه نوي ځواکــــونه دي چې د موصل د شمال ختيځ په ديـــــــرش کيلومترى واټن کې د بعشيقه کمپ ته تللي دي چې  د هغو ځواکــــونو ځـــــاى ونيسي چې يو کال مخکـــــې د بغـــداد په موافقې سره د سيمه ييزو داوطلبـــــو ځواکونو د ملاتړ لپاره ځاى پرځاى شوي وو.
د ترکيې صدر اعظم احمد داوود اوغلو پرون د عراق د صدراعظم حيدر العبادي  د وينا په غبرګون کـې د عراق په شمال کـــې د ترکيې د پوځي فعاليتونو هــــر راز پراختيا رد کړه .
د ترکيې صدراعظم هغه رپوټونه چې پکې ويل شوي دي د داعش د ډلې پرخلاف د ځمکنيو عملياتو لپاره د چمتو کيدو په مقصد د دغه هېواد ځواکــونو استول شوي دي؛ تکذيب کړل.
پرون د عـــراق  جمهور رئيس فـــــــواد معصوم او د دغه  هېــــواد صدر اعظم حيدر العبادي په عراق کې د ترکيې ځواکونو  په شتون د انتقاد په ترڅ کــــې له انقرې څخه غوښتي و چې خپل ځواکـــونه دې ډير  ژر له عـــــراق څخه وباسي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته