سیاست

محمد يونس قانوني په کابل کې دامريکا له سفير سره وکتل .

کابل باختر د ثور ديرشمه :
دجمهوري رياست سرپرست محمد يونس قانوني نن له غرمې مخکې په کابل کې د امريکا د متحده ايالاتو له سفير ښاغلى جيمز کننهام  سره وکتل .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر  باختراژانس ته خبرورکړ 
په دې کتنه کې دجمهوري رياست سرپرست په برياليتوب سره دانتخاباتو دلومړي پړاو دبهير په يادونې سره چې دخلکو په پراخ ګډون سره ترسره شو زياته کړه ټول مسوولين هلې ځلې کوي چې ددويم پړاو  دترسره  کولولپاره  هم لازم تدبيرونه ونيسي چې د خلکو دپراخ ګډون ښه زمينه برابره  شي
محمد يونس قانوني زياته کړه چې په همدې مقصد دمسوولو بنسټونو له خوا  د انتخاباتو دامنيت دتامينولو په خاطر لازم  تدبيرونه  اوهمغږۍ  ترلاس لاندې دي .
دجمهوري رياست سرپرست دغه راز امنيتي ځواکونو ته په زياتې پاملرنې او ملاتړ ﻻندې چې په دې بريالي شوي دي  دنړيوالې ټولنې  دځواکونو تر څنګ په هيواد کې دامنيت او ثبات په تامينولو کې په برياليتوب سره دنده ترسره کړي ټينګار وکړ 
په دې کتنه کې په کابل کې دامريکا دمتحده ايالاتو سفير په خبرو کې دافغانستان له دولت او خلکو سره دهمکارۍ دتياري د څرګندولو په ترڅ کې  وويل چې هيواد يې دستونزو دلرې کولو  او دانتخاباتو ددويم پړاو دميکانيزم دپياوړتيا او ټينګښت لاره کې لازمې هڅې کوي
ده زياته کړه چې په شفاف  ډول دانتخاباتو ترسره کول نه يواځې دافغانستان دخلکو دملاتړوړ بلکې  دنړيوالې ټولنې لپاره هم مهم دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته