نړۍ

دمصر دانتخاباتو دلومړيو نتيجو اعلام.

 قاهره نيوزنو  باختر د غبرګولي دمياشتې ٨ :
د اردو پخوانى  قوماندان عبدالفتاح السيسي د رايو په غوڅ اکثريت سره دمصر دجمهوري رياست دانتخاباتو دلومړنيو نتيجو مخکښ پيژندل شوى دى  او په سلو کې نوي رايې  يې  ترلاسه کړې دي .
په همدې حال کې ګومان کيږي چې په دغو انتخاباتو کې د مشارکت کچه په سلو کې له پنځه څلويښتو څخه  لږه و.
عبدالفتاح السيسي يو کال مخکې د اردو په مرسته محمد مرسي ګوښه کړ او هغه يې له محاکمې پرته  بندي کړ.
محمد مرسي دمصر لومړنى  جمهور رييس و چې د  آزادو او ديموکراتيکو انتخاباتو له  لارې واک  ته  ورسيد.
جنرال السيسي له انتخاباتو مخکې له خپل مقام څخه استعفا وکړه چې  وکولاى شي په انتخاباتو کې ځان کانديد کړي.
د ده  د واکمنۍ په دوره کې داخوان المسلمين غورځنګ چې د مرسي ملاتړي و، وځپل شو چې په  دغه بهير کې داخوان المسلمين يو زروڅلورسوه  تنه غړي ووژل شول او شپاړلس زره تنه  نور يې ونيول  شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته