اقتصاد

د کرومایت کانونو د تړونونو د تعدیل د منظورۍ په ګډون د ۱۸ تدارکاتي پروژو منظوري

کابل/ باختر/ د غويي دمياشتې ٣٠مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه پرون له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې ۱۹ تدارکاتي موارد ورازول شول چې په پایله کې یې دملي تدارکاتو کمېسیون د ۳،۵۹ میلیاردو افغانیو په ارزښت ۱۸ موارد منظور کړل .
سربېره پر دې د بلخ (مزار شریف) د حلقوي سړک د پروژې په اړه د ترانسپورټ وزارت ټاکل شوي هيئت راپور تر اورېدلو وروسته کمېسیون تائید او ترانسپورټ وزارت ته یې دنده وسپارله چې ډيرژر د دې پروژې کار پېل کړي. 
په همدې حال کې د کرومایت د فعاله شپږو تړونونو د وضعیت په اړه د کانونو او پټرولیم وزارت ټاکل شوي هيئت خپل راپورد ملي تدارکاتو کمېسیون ته وړاندې کړ چې له هر اړخیز بحث وروسته دغه وزارت ته صلاحیت ورکړ شو، ترڅو قراردادیانو سره هر اړخیزې خبرې وکړي او د هغې په رڼا کې تصمیمونه ونیسي.
دغه راز د عامه ساتنې لوی ریاست په ۱۳ پروژو کې د کار له امله د پیسو د نه ورکړې په اړه  د کورنیو چارو وزارت د قراردادي  او د۱۲ شرکتونو وړاندیز غونډې ته وړاندې شو، کمېسیون تصمیم ونیو چې دا شرکتونه دې هم د قراردادیانو په هغه لست کې شامل شي چې تر ارزونې لاندې دي.
دغونډې په بله برخه کې دملي تدارکاتو کمېسیون څخه د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندانۍ د اړتیا وړ ۱۸ قلمه حبوباتو او د تهیې او تدارک قرارداد د اوومې برخې د فسخې دمنظورۍ په اړه د ملي دفاع وزارت وړاندیز هم منظور شو.
له بله پلوه د کمېسیون غړو په دې ناسته کې د اجنډا مطابق د پخوانیو فیصلو د لارښوونو د تحقق پر راپور بحث وکړ چې منظور شوې.
د ملي تدارکاتو کمېسیون په دې ناسته کې د ملي تدارکاتو ادارې پر غړو سربېره د دې ادارې مسوولینو، د افغانستان د روڼتیا څار ادارې، سيګار او غوڅ ملاتړ ادارې سیستیکا ملي او بین المللي څارونکو هم حضور درلود.#پاى- ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته