امنیت

دنشه يي توکو پلورونکي ونيول شول .

کابل باختر دسلواغې شلمه :
درې تنه   نن دپوليسو له خوا له يوې اندازې  الکولي مشروباتو سره دنشه يي توکو دپلورنې په تور په کندز ولايت کې ونيول شول .
دکندز ولايت  دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر سمونوال محمد معصوم هاشمي دباختراژانس خبريال ته وويل :دغه درې تنه دکندز ولايت دشيرخان بندر دښارګوټي په ساحه کې له نشه يي توکوسره دمبارزې دمديريت له خوا هغه وخت ونيول شول چې دنشه يي توکو په پيرودنې او پلورنې بوخت و .
هاشمي زياته کړه :له دغو کسانو څخه شپيته ليتره الکولي مشروبات ، دوه سوه اتيا ګرامه چرس او نهه نوي نشه کوونکي تابليتونه هم ترلاسه شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته