خبرونهاقتصاد

د ډبرو سکرو د ګمرکي تعرفې زیاتوالی د ملي اقتصاد د ودې لپاره یو ګام دی

 کابل، د چنګاښ ۸ مه، باختر

د ماليې وزارت د هېواد په ګمرکونو کې د هر ټن ډبرو سکرو د صادراتو بیه له ۹۰ امریکايي ډالرو څخه ۲۰۰ ډالرو ته زیاته کړې ده او په دې ترتیب سره په افغانستان کې د ډبرو سکرو بیه تر یوې اندازې پورې له نړیوالې بیې سره تناسب موندلی دی.

د باختر آژانس مبصر ليکي: افغانستان د ډبرو سکرو د سترو او باکیفیته کانونو په لرلو سره د ګاونډیو او د سیمې هېوادونو ترمنځ شهرت لري.

په ورستیو کلونو کې بهر ته د سون د دغو توکو صارات زیات شوي او د هغه ټيټه بیه د دې سبب شوې، چې د افغانستان د ډبرو سکرو ته د ګاونډیو هېوادونو پاملرنه زیاته شي او زیات استخراج شي.

اسلامي امارت د هېواد د اقتصاد ښه والي لپاره هڅه کوي او په بېلا بېلو برخو کې د فساد مخنیوي لپاره د هېواد په عایداتي سرچينو تمرکز لري او په یو مناسب وخت کې دغې نقیصې ته ځيرشو او د هېواد ګمرکونوته یې لارښوونه وکړه چې د هر ټن ډبرو سکرو د صادراتو بیه له ۹۰ ډالرو څخه ۲۰۰ ډالرو ته لوړه کړي، چې دغه شمېر کولای شي موږ په نړۍ کې د ډبرو سکرو نړیوالې بیو ته چې د ۳۰۰ او د ۴۰۰ ډالرو ترمنځ ده نږدې کړي.

د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو څخه پاکستان، د افغانستان د ډبرو له سکرو څخه زیاته ګټه اخلي، دغه هېواد د برېښنا د تولید لپاره ډبرو سکرو ته اړتیا لري، د سون د دغه توکو ۸۵ سلنه له جنوبي افریقا څخه واردوي، په داسې حال کې چې پاکستان له جنوبي افریقا څخه زیات واټن لري، خو افغانستان د ګاونډیتوب او لنډ واټن په دلیل د ډبرو سکرو د واردولو لپاره پاکستان ته یوه ښه زېرمه ده او دا هم واقعیت لري چې پاکستان د افغانستان د ډبرو سکرو لپاره ډېر نږدې بازار لري خو څه چې مهمه ده په پلورنه او راکړه ورکړه کې تناسب لري.

د افغانستان د مالیې وزارت د نوي ګمرکي بیې په ټاکنې سره د پاکستان په ګډون ګاونډیو هېوادونوته د ډبرو سکرو په پلورنه کې د تناسب د تامینولو په لټه کې ده او هڅه کوي داسې راکړه ورکړه رامنځته شي چې دوه اړخیزه ګټه ولري.

د مالیې وزارت په پرېکړه کې بله خبره چې کېدای شي ورته پاملرنه وشي دا ده چې افغانستان د ډبرو سکرو په صادراتو کې په یو ځانکړي هېواد پورې تړلی نه دی، قرادادونه له افغاني شرکتونو سره لاسلیک شوي او دغه شرکتونه په ډالرو د ډبرو سکرو د ګمرکي تعرفې د بیې ورکولو ته مکلف دي.

د افغانستان تر وروستۍ سرحدي سمیې پورې د ډبرو سکرو پلور په افغانیو کېږي، چې د ملي اقتصاد بنسټ پیاوړی شي او دا چې دغه شرکتونه خپل صادرات له افغانستان څخه بهر په کومو اسعارو پلوري د هغوی کار دی او اسلامي امارت به په دې لاره کې د پردیو د بې ځایه خبرو او فرمایشونو څخه اغېزمن نشي.

بله خبره چې د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند طرحه کړې ده د افغانستان د ډبرو سکرو د پلورنې د بازار پراختیا ده، اسلامي امارت هڅه کوي، چې نړیوالو بازارونو ته لاس رسی پیدا کړي چې دغه کار کولای شي د افغانستان د ډبرو سکرو بیه نړیوالو معیارونو ته ورسوي

وروستۍ اقدام له ګاونډیو هېوادونو سره د معیاري سوداګرۍ لپاره لومړنی ګام دی هیله ده، چې په راتلوونکو ګامونو کې دغه بهیر ښه او زیات معیاري شي.

ع-ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته