سیاست

امريکا په پاکستان کې تند لاريتوب رامنځته کړى دى .

کابل باختر دثورلسمه :

 دامريکا متحده ايالاتو په تيرو دولسو کلونو کې په پاکستان کې قدرت ، سياست او تند لاريتوب رامنځته کړى دى .

 دباختراژانس دخبر له مخې، دغه ټکۍ دنيويارک ټايمز ورځپاڼې په وروستي ګڼه کې خپور شوى او دغه راز زياته کړې ده  .  دامريکا دامنيتي پاليسي  له مخې ، دپاکستان اردو داوولسو ملياردو ډالروپه ارزښت دامريکا پوځي مرستې ترلاسه کړي دي او ددغه هيواد دحکومت ديوې قوي استنې په توګه بدل شوى دى .

ددغې ورځپاڼې په ليکنه دپاکستان په قبايلي سيمو دطالبانو او دالقاعده په سنګرونو دبي پيلوټه امريکايي الوتکو له کمښت وروسته که چيرې دپاکستان پوځي دطالبانو او القاعده پرخلاف  جدي اقدام ترسره نه کړي دغه سيمې به دتروريستانو اوطالبانو دپراخو فعاليتونو په سيمه بدله شي، دسياسي کارپوهانو په نظر په قبايلي سيمو دبي پيلوټه امريکايي الوتکو دبريدونوکمښت له يوې خوا داسلام اباد او واشنګټن داړيکو دخړپړتيا دکمښت سبب شوى دى او له بله پلوه به له پاکستان سره دامريکا دمرستو دکچې دکمښت او دپاکستان دسياسي ارزښت اوپرستيژ دکمښت سبب شي .

 دامريکا جمهور رييس بارک اوباما دپاکستان په قبايلي سيمو دبي پيلوټه الوتکو دبريد په باب ددغه هيواد د سياسي محافلو له انتقاد وروسته تيره اوونۍ اعلام وکړ چې ددغو الوتکو بريدونه به لږ شي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته