کابل – باختر د غبرګولې دمياشتې ٥
د بلخ ولايت پوليسو نن د نشه يي توکو يو قاچاق وړونکى له ١٢٠ کيلوګرامو اپينو سره ونيوه.
د بلخ ولايت امنيه قوماندان پاسوال سيدکمال سادات د باختر آژانس خبريال ته وويل: يوسلو شل کيلوګرامه اپين چې په ماهرانه ډول په يو باروړونکى موټرکې ځاى پرځاى شوى و؛ د مزاشريف –شبرغان د امنيتي کمربند د امنيتي موظفينو له خوا کشف او ضبط شول.
ده څرګنده کړه: د قضيې په اړوند يو تن نيول شوى دى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ