کابل باختر د غبرګولي ٢٧مه :
دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين ادريس زمان دترکمنستان جمهوريت دوزيرانو شورا له مرستيال او دبهرنيو چارو له وزير رشيد ميري دوف سره وکتل .
دبهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ، په دې کتنه کې دواړو لورو ددوه اړخيزو اړيکو ، په نږدې راتلونکې کې په کابل او عشق اباد کې دسياسي سلامشورو دغونډې دجوړولو ، داقتصادي اړيکو دپراختيا ، فرهنګي همکاريو ، دتورغندي _ هرات داوسپنې پټلۍ دغځولو دهوکړه ليک او داوسپنې پټلۍ دپروژې دتمويل لپاره دملاتړ دجذب دهوکړه ليک ددواړو هېوادونوترمنځ د ژمنو دتعقيبولو او عملي کولو دچوکاټ درامنځته کولو ، دافغانستان دخلکو او دولت په رهبرى او مالکيت دسولې دبهير او دجمهوري رياست دانتخاباتو په باب خبرې وکړې .
ددغې غوڼدې په پاى کې ميري دوف دمهاجرت دنړيوال سازمان دعمومي رياست دمعاونيت په مقام د ډاکترې ثريا دليل له نوماندې سره دملاتړ په باب دخپل هېواد دهوډ خبرورکړ .
ختم_ عطاالله _ اکرم