ټولنه

دکارګر نړيواله ورځ په کابل کې په لاريون سره ونمانځل شوه .

کابل باختر  دثور  دولسمه :
دافغانستان  کارګرانو او دافغانستان دځوانانو اتحاديو دکارګر نړيواله ورځ نن په لاريون سره ونمانځله .
په دغه لاريون کې چې دکار، ټولنيزو چارو ،شهيدانو او معلولينو وزارت له مقر څخه دعيدګاه  تر جومات پورې وشو  ددغو دوو اتحاديو په سلګونو غړو برخه واخيسته او هغوى دشعارونو په ورکولو سره له دولت څخه دکاري فرصتونو دبرابرولو  غوښتنه  کوله .
دافغانستان دکارګرانو داتحاديې رييس معروف قادري دباختراژانس خبريال ته وويل :موږ دملي يووالي له حکومت څخه غواړو دهېواد زده کړې خاوندو ځوانانو او کارګرانو ته دکار دزمينو دبرابرولو  په باب په خپلو ژمنو عمل وکړي .   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته