پلخمري باختر دچنګاښ دمياشتې ٥ :
د بغلان ولايت په اندراب ولسوالۍ کې له کور څخه ديوې نجلۍ دتيښتې له امله ددغې نجلۍ په ګډون دوه تنه نور هم ووژل شول.
د بغلان ولايت د اندراب ولسوال محبوب الله محقق باختر آژانس ته وويل ؛ يوه ځوانه ميرمن چې له کوره له خپل ليوره سره تښتيدلې وه دخپلې کورنۍ له خوا ووژله شوه.
ده زياته کړه چې دغه نجلۍ ماجبين نوميده او د اندراب ولسوالۍ د سرباغانو دکلي اوسيدونکې وه او له يوبل کس سره کوژده شوې وه چې له کوره د واده په مقصد د خپلې خور له ميړه سره تښتيدلې وه چې په لاره کې ددې دپلار دپلويانو له کمين سره مخامخه شوه چې له امله يې د دې د خور ميړه او قاچاقبر ووژل شول او دغه نجلۍ يې دخپل پلار کورته له راوستلو وروسته په ډزو سره ووژله.
پوليسو تراوسه پورې د دغې پيښې په اړوند څوک نه دي نيولي .
0 1 دقیقه لوستل