کابل/ د لړم ٢٢ مه / باختر
د افغانستان دښمنانو د خپلو جنایتونو د پټولو او د رسنیو د رسا غږ د خاموشولو په موخه نن سهار د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه کې د ازادۍ راډیو د سیمه ییز خبریال محمدالیاس داعي پر موټر د ماین په چاودنه کې نوموړی شهید او یو شمېر هېوادوال ټپیان کړل.
دجمهوررييس د وياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
جمهورريیس غني وویل، تروریستي ډلې د دغه وړ جنایتونو او بریدونو په ترسره کولو سره د بیان ازادي او د خبریالانو رسا غږ نشي محدودولی، ځکه زموږ د هېوادوالو، رسنیو او خبریالانو دا قانوني حق او لاسته راوړنه په ډېرو کوښښونو او قربانیو ترلاسه شوې، چې حکومت یې ساتنې، پالنې او لا ودې ته ژمن دی.
جمهور ريیس د دغه ترهګریز برید د سخت غندلو پرمهال د شهید محمدالیاس داعي کورنۍ ته د خپلې خواخوږۍ او غمشریکۍ مراتب څرګندوي، د هغه ټپي ورور او د پېښې نورو ټپیانو ته د خدای تعالی په دربار کې د بشپړې روغتیا هیله کوي.
پاى- سعيده