نړۍ

دوه تنه روسي پوځيان په سوريه کې ووژل شول

کابل باختر دوري دمياشتې  ٢٢ :
د روسيې د پوځي قطعې دوه تنه غړي د دغه هېواد د حکومت د مخالفينو د ډزو په بهيرکې ووژل شول .
د ايرنا دخبرله مخې:
له دغو دوو تنو وژل شويوکسانوڅخه يو يې ايګور زاويدني نوميده او د قراردادي درجې لرونکى و.
د روسيې ټلويزيوني شبکې  (آر بي کا) د سه شنبې په ورځ د وژل شويو زاويدني دورور يوګني زاويدني له خولې ديوبل پوځي د وژل  کيدو خبر هم ورکړ.
په همدې حال کې د مسکو د کامرسانت ورځپانې د آنلاين سايټ په سوريه کې د روسيې د دوو تنو پوځيانو مړينې ته په اشارې سره دليل يې دحکومت د مخالفينوړ ډزې وبللې .
د روسيې د دغې ورځپاڼې په ليکنه: د دغو دوو تنو پوځيانو مړي به سبا روسيې ته وليږدول شي.
د روسي رسنيو د اطلاعاتوله مخې: په سوريه کې د وژل شويو روسي پوځيانو شمېر له  پنځلسو تنو څخه اوښتى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته