روغتیا

په هرات ولايت کې پنځلس ټنه بې کيفيته او تير تاريخ درمل له منځه يوړل شول.

کابل – باختر دمرغومي  دمياشتې ٢٣
په   هرات ولايت کې څه ناڅه پنځلس  ټنه تير تاريخ او  بې  کيفيته درمل    له منځه يوړل   شول.
په هرات ولايت کې روغتيايي مسوولين وايي دغه  اندازه  درمل او بې کيفيته طبي توکې د روغتيايي قوانينو له تطبيق او د درملو دشرکتونو داتحاديې په  همکارۍ دڅيړنې د ټيم له خوا دهرات ښار له درملتونونو  راټول کړاى  شوي دي.
د  هرات   ولايت د  عامې روغتيا رييس ډاکتر غلام سعيدراشد باختر آژانس ته وويل :   راټول شوي توکي دګذزې ولسوالۍ په  مربوطاتو کې وسوځول شول .
دا  د  روان  کال له پيل څخه تراوسه پورې دبې کيفيته توکو او درملو دويمه مرحله ده چې څو ټنه  بې  کيفيته توکې سوځول شوي  دي .
دا په داسې حال ده چې روغتيايي مسوولين وايي چې د طبي توکو د پيرودلو او
د پلورو له مرکزونو او درملتونونو څخه بې کيفيته توکې د راتولولو په  خاطر هلو ځلو  ته دوام ورکوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته