کابلباختر د غوييد مياشتې٢٥مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني تير ماښام د چين د ولسي جمهوريت سفیر لیو جین سونګ خپل حضور ته ومانه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه چې په ارګ کې وشوه، دواړو لوریو د اقتصادي اړیکو پر پراختیا، پانګونې او له سیمهییز تروریزم سره د مبارزې په اړه بحث او خبرې وکړې.
د افغانستان لپاره د چین سفیر په شانګهای کنفرانس کې چې ټاکل شوې د یوې میاشتې په اوږدو کې به په دغه هېواد کې جوړ شي، جمهوررئیس غني ته په یاد کنفرانس کې د ګډون رسمي بلنلیک وسپاره.#پاى- سعيده
1 د یوې دقیقې څخه لږ