امنیت

په ننګرهار کې طالبانو ته درانه تلفات اوښتي دي

– کابل/ د غبرګولي ۲۳ مه / باختر
د هېواد په ختیځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مسوولین وايي چې د دغه ولایت په سپين غر او اچین ولسوالیو کې له افغان ځواکونو سره په نښتو کې ۳۳ طالبان وژل شوي دي.
له سېلاب قول اردو څخه باختر اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې تېره شپه وسله والو طالبانو د اچین او سپین غر ولسوالیو په مامند او پېښې سیمو کې پر افغان ځواکونو بریدونه کړي چې د افغان ځواکونو په ځوابي ډزو کې ۳۳ طالبان وژل شوي او ۲۲ نور یې ټپیان شوي دي.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته