قندهار باختر د چنګاښ ۲۷ مه
په تېرو ۲۴ ساعتو کې د قندهار ولایت د معروف ولسوالۍ د کامران کاریز په سیمه کې د وسله والو طالبانو د یوه سیمه یېز قوماندان په ګډون دوه شپیته تنه طالبان وژل شوي او درې تنه نور ټپيان شوي دي.
د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند یحیی علوي د باختر اژانس سمه یېز خبریال ته وویل، چې دغه وسله وال طالبان د هوايي بریدونو په ترڅ کې وژل شوي دي.پای/وصال