سیاست

دنيکمرغه کوچنۍ اختر په مناسبت دجمهور رييس دمرستيال محمد کريم خليلي پيغام

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٦
دنيکمرغه کوچنۍ اختر له امله دافغانستان ټولو مسلمانو خلکو ، د شهيدانو کورنيو او په تيره بيا د وروستيو تروريستي پيښو دقربانيانو کورنيو ته مبارکى وايم . او دالله (ج) له دربار څخه دټولو مسلمانانو او په تيربيا دافغانستان دشريفو او پتمنو خلکو د طاعتو او عباداتو دمنلو هيله کوو.
دافغانستان مسلمان خلک له يوې مياشتې دځان جوړونې او عباداتو وروسته په داسې حال کې دنيکمرغه کوچنۍ اختر هرکلۍ ته ځي چې ددغه هيواد پت او يو والى دښمنانو زموږ يو شمير روژتي او بى ګناه هيواد وال  په بى رحمى سره شهيدان کړل.
دپکتيکا ولايت د ارګون ولسوالۍ دغور تروريستي پيښې او دهيواد په بيلابيلو سيموکې نورې تروريستي پيښې د دى ښکارندوي دي چې ترورستان په هيڅ اسلامي او انساني اصولو  ولاړ نه دي.
  زه دخپلې غمشريکي او د ډاډګيرنې مراتب د وروستيو تروريستي پيښو دټولو قربانيانو دهيواد دامنيتي ځواکونو کورنيو ته چې خپل ژونديې دهيواد لپاره فدا کړل څرګندوم او دالله (ج) له دربار څخه ټولو شهيدانو ته دفردوس جنت هيله کوو .
دافغانستان مسلمان او پتمن خلک په داسې حال کې دنيکمرغه کوچنۍ اختر په نمانځنې لاس پورې کوي چې افغانستان برخليک ټاکوونکى ورځې تيروي. دافغانستان ټول مسلمان خلک دانتخاباتو دنتيجو اعلامولو ته سترګى په لاره دى .
باورلرم چې دجمهوري رياست دواړه نوماندان په عقلانيت او پوهې سره په انتخاباتو کې د لازيات شفافيت درامنځته کولو په لاره کې دټولو رايو دشميرنې او په هيواد کې د ديموکراسي دټينګښت لپاره له رامنځته شوي، فرصت څخه استفاده وکړي .
له شک پرته ديو پراخ بنسټه کارکوونکې او دخلکو په رايه د رامنځته شوى حکومت جوړول دافغانستان دټولو خلکو هيله او غوښټنه ده.
په پاى کې يوځل بيا دنيکمرغه کوچنۍ اختر د رارسيدو له امله دافغانستان ټولو مسلمانو خلکو ته مبارکى وايم او دالله (ج) له دربار څخه هيواد ته د دايمې سولى او ثبات هيله کوم.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته