امنیت

په ننګرهار کې ديو لړ چاودنو مخه ونيول شوه

کابل باختر د وږي د مياشتې  ١٣  :
په ننګرهار ولايت کې ديو لړ چاودونو دترسره کولو لپاره   دتروريستانو طرحه ناکامه شوه  .درارسيدلو خبرونوله مخې : دداعش  او دوسله والو طالبانو دډلو کسانو  دننګرهار ولايت  دځينو سيمو په لويو لارو کې ماينونه ښخ کړي و  چې دغه ماينونه دسيمې دخلکو په مرسته کشف اوشنډکړاى شول.
لومړى امنيتي مامورينو درې ماينونه دننګرهار ولايت داچين اوروداتو دولسواليو په لارو کې  کشف اوشنډکړل.
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي دباخترآژانس خبريال ته وويل چې دغه ماينونه تيره شپه دسيمې دخلکو په همکارۍ کشف اوشنډ کړاى شول.
ديوبل خبرله مخې :  د اردو ځواکونه د ننګرهار ولايت د خوږياڼيو او دور بابا په ولسواليو کې دڅه ناڅه څلورو  چاودنو مخه نيولې ده .
درارسيدلو خبرونوله مخې : داعشيانو  څه ناڅه پنځه ماينونه دد غو دوو ولسواليو په لارو او سړکونو کې ځاى پرځاى  کړي و.
دننګرهار دوالي وياند وايي چې طالبانو او داعشيانو غوښتل چې ددغه ولايت په ځينو سيمو کې په ملکي وګړو چاودنې ترسره کړي  خوبريالي نه شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته