کابل باختر دوږي دمياشتې١١ نيټه :
په ننګرهارولايت کې له دوه سوه بيوزلو کورنيو سره مرسته وشوه .
په دغو مرستو کې خوراکې توکي شامل دي چې دمهاجرينو دراستنولو دچارو دوزارت له خوا برابر شوي دي.
په دې دوره کې دغه مرستې په بيوزلو ، له پاکستان څخه په راستنوشويو کورنيو او دطبيعي اوتروريستي پيښو له زيانمنو شويو کورنيوسره شوي دي.
دننګرهار ولايت دمهاجرينو دراستنولو دچارو رئيس غلام حيدر فقيرزي باخترآژانس ته وويل ؛ په دې دوره کې په هرې کورنۍ ددوى ددرې مياشتني لګښت په اندازه دخوراکي او غير خوراکي توکو مرسته شوې ده.
پاى جذ
1 د یوې دقیقې څخه لږ